Share this link via
Personality Websites!
480529
9574
دي، زمونږ سره د نېکۍ د دعوت ورکولو د پاره وخت چرته دے۔۔۔؟ افسوس!
د نېکۍ د دعوت د پاره يو وخت اوباسئ!
کاش چې مونږ پۀ دې خبره باندې ځان پوهه کړو چې د نېکۍ د دعوت د پاره وخت مېلاؤېږي نۀ بلکې مونږ له به وخت ويستل وي۔ وخت مېنج (Manage) کول وي۔ * ګټل دي، ضرور يـې ګټئ! * خوراک څښاک کول دي، ضرور يـې خورئ! * د بال بچ روزنه پالنه کول دي، ضرور يـې کوئ! خو دِين خو هم زمونږ دے کنه، د دې د خِدمت د پاره، د عِلم دِين د زده کولو د پاره، پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو د پاره، پۀ سُنَّتو باندې د نورو خلقو د روانولو د پاره، د جوماتونو ډکولو د پاره، "جوماتونه ډک کړئ"پۀ دې تحريک کښې د برخې اخستو د پاره هم خو وخت ويستل دي * که ډېر نۀ وي نو روزانه صرف دوه ګېنټې وخت اوباسئ! * امير اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه، د قافلو پۀ ترغيب کښې فرمائي چي:هر اسلامي ورور پۀ ژوند کښې يو ځل 12مياشتې،پۀ هر 12مياشتو کښې 30ورځې او ټول عمر هره مياشت3ورځې په قافلو کښې سفر کول خپل معمول جوړ کړئ * ټوله مياشت 27 ورځې خپل کارونه کوئ! هره مياشت صرف درې ورځې پۀ قافله کښې د سفر کولو د پاره اوباسئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډېر برکتونه به مو نصيب کېږي۔
پۀ 26 سيپاره، د سورۀ مُحَمَّد پۀ آيت: 7 کښې الله پاک فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَنْصُرُوا اللّٰهَ یَنْصُرْكُمْ وَ یُثَبِّتْ اَقْدَامَكُمْ(۷)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! که تاسو د الله د دِين مدد کوئ نو الله به ستاسو مدد کوي او تاسو ته به ثابِت قدمي درکوي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami