Share this link via
Personality Websites!
480528
9574
خبرې کوي او هغه به وائي: زۀ دې خلقو له د عذاب ورکولو د پاره مسلط کړے شوې يم * سرکشه او ضدي باندې * څوک چې د الله پاک سره غېرُ الله شريک کړي ۔ ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې دا څومره سخته سزا ده، کوم چې ضديان دي، هغوئي به د قيامت پۀ ورځ راښکلے کېږي او دوزخ ته به غورځولے کېږي، پۀ هغوئي باندې به د دوزخ وور مسلط کولے کېږي۔ مونږ له پکار دي چې پۀ خپله خبره د کلک ودرېدو او د ضد نه ډډه اوکړو، کله چې معلومه شي چې * دا د دِين حُکم دے * قرآنِ کريم مونږ ته دا حُکم کړے دے * پۀ حديثِ پاک کښې دا حُکم راغلے دے * شريعت دا فرمائيلي دي، بس بيا پۀ هغې باندې عمل کوئ، هغې ته سر ټيټ کړئ، ضد پرېږدئ۔
د نېکۍ د دعوت ورکولو حِرص کوونکي جوړ شئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت جَرجِيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ پاک سيرت باندې نور غور اوکړئ چې پۀ هغوئي کښې د نېکۍ د دعوت ورکولو جذبه څومره ډېره وه۔۔۔!!
سُبْحٰنَ اللہ! هغوئي چې کله بادشاه او د هغه رعايا پۀ شِرک کښې اخته وليدله نو۔۔۔ * سوداګر وو، تجارت يـې پرېښودو * مال يـې ګټلو * مصروفه وو * بال بچ يـې هم اُمېد دے چې وو به۔ * خو هغوئي چې څنګه بادشاه د غلطې لارې مسافر وليدلو، د هغې نه پس يـې بس د ژوند مقصد هم دا يو جوړ شو چې ما ته دوئي له د نېکۍ دعوت ورکول دي او خامخا ورکول دي۔
افسوس چې مونږه د مصروفياتو نه نۀ وزګارېږو * ګټل هم دي * خوړل هم دي * د ماشومانو روزنه پالنه هم کول دي * د يو دُکان نه پس بل پرانستل هم دي * سوشل مېډيا چلول هم دي * د دوستانو سره کېناستل هم دي * د چکرو وهلو د پاره هم تلل
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami