Share this link via
Personality Websites!
480527
9574
کېږي، کله چې څوک د نېکۍ دعوت ورکوي نو خلق د هغه پۀ ذات کښې عېبونه راويستل شروع کړي، مثلاً * آؤ! آؤ! تۀ داسې حاجي راغلے يـې۔۔۔!! * تۀ به اوس مونږ پوهه کوې * ستا پۀ شان مې ډېر ليدلي دي * ځينې بے باکه خو د دې پورې وائي چې مولانا۔۔۔!! خپله لار ونيسه! مونږه پوهه شه او خدائے پوهه شه۔
ياد ساتئ چې د يوې دِيني خبرې د صحيح منلو باوجود پۀ خپله خبره باندې د کلک ودرېدلو او د ضد کولو پۀ وجه د هغې مخالفت کولو ته عِنَادِ حق (د حق سره دښمني) وئيلے شي ۔ ([1]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍۙ(۲۴) (پارہ:26، سورۂ قٓ:24)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (حُکم به اوشي) تاسو دواړه هر لوئي نا شُکره سرکشه پۀ دوزخ کښې واچوئ۔
يعنې د قيامت پۀ ورځ باندې چې به کله د حشر مېدان ته رسېږي نو فرښتو ته به حُکم کېږي: دا چې کوم نا شُکره ضديان کافران دي، دوئي ټول دوزخ ته وغورځوئ۔۔۔!!([2])
د حضرت ابو هرېره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چي حضور نبي کريم، رؤوف رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: د قيامت پۀ ورځ به د دوزخ د وور نه يو څټ راويستلے شي، د هغې به دوه سترګې وي پۀ کومو چي به هغه ليدل کوي، دوه غوږونه به يـې وي، پۀ کومو چې به هغه اورېدل کوي، يوه ژبه به يـې هم وي، پۀ کومه به چې هغه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami