Share this link via
Personality Websites!
480310
9560
فَاَنْزَلْنَا عَلَى الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ۠(۵۹)
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 59) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو مونږه پۀ هٰغه ظالـمانو د اسمان نه عذاب را نازل کړو ولې چې هغوئي [پرله پسې] نافرمانۍ کولې۔
پۀ روايتونو کښې دي: هٰغه وخت پۀ بني اِسرائيلو باندې د طاعُون عذاب راغلو، ناڅاپه پۀ هغوئي کښې د طاعُون وبا خوره شوه او هم پۀ لږ وخت کښې 70 زره اِسرائيليان مړۀ شول۔ ([1])
طاعُون عذاب دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د تاريخ د ټولو نه وړومبے طاعُون وو، کوم چې د بني اِسرائيلو د نافرمانۍ پۀ وجه د عذاب پۀ توګه پۀ هغوئي باندې راغلو۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: بے شکه دا طاعُون يو عذاب دے کوم چې ستاسو نه پۀ مخکښينو خلقو باندې مُسَلَّط کړے شوے وو۔ ([2]) د مسلمانانو د خوږې مور جانې، حضرت عائِشه صِدِّيقه طيبه طاهِره رَضِىَ الله عَـنْها نه روايت دے، محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: طَاعُون يو عذاب دے، الله پاک چې پۀ چا باندې غواړي دا عذاب رالېږي۔ نور فرمائي: الله پاک د اِيمان والؤ د پاره دا رحمت جوړ کړے دے، يو مؤمِن هم داسې نشته کوم چې پۀ طاعُون کښې وه انښلي، بيا هم پۀ خپل ښار کښې پۀ صبر سره پاتې شي او دا وګڼي چې الله پاک څۀ ليکلي دي، د هغې نه علاوه هيڅ څوک ما له تکليف نۀ شي راکولے، داسې مؤمِن بنده ته به د شهيد همره ثواب مېلاؤېږي۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami