Share this link via
Personality Websites!
480308
9560
يعنې دا يو کلے وو، چرته چې هغوئي ته د تللو حُکم اوکړے شو، کوم کلے وو؟ زياتره علمائے کرام فرمائي: د دې کلي نه مُراد بَېتُ المُقَدَّس دے۔ ([1]) دې کلي ته چي لاړ شي نو څۀ کول دي؟ فرمائي:
فَكُلُوْا مِنْهَا حَیْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 58) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا چې پۀ دې کښې چرته غواړئ بے بندېزه يې خورئ۔
يعنې پۀ دې کلي کښې * مېوې دي * د اوسېدو اسباب دي، دا ټول ستاسو دي، ښه پۀ سکون سره حلال څيزونه خورئ! څښئ۔۔۔!! پۀ سکون اوسئ۔
نور الله پاک پۀ دې کلي کښې د اوسېدو دوه آداب هم هغوئي ته وښودل، فرمائي:
وَّ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 58) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ دروازه کښې د داخلېدو پۀ وخت سجده اوکړئ۔
وړومبے ادب دے، مطلب دا دے چې کله تاسو بَېتُ المُقَدَّس ته داخِلېږئ نو د کلي چې کومه دروازه ده، پۀ هٰغه دروازه ټيټ پۀ ادب سره تېرېږئ۔ يا دا مطلب دے چې هلته ورسېږئ نو د الله پاک پۀ حُضُور کښې سجده اوکړئ۔ ([2])
وَّ قُوْلُوْا حِطَّةٌ
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 58) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ووايئ چې زمونږ ګناهونه دې معاف شي۔
يعنې پۀ داسې وئيلو سره تېرېږئ: اے الله پاکه زمونږه ګناهونه معاف کړې۔ پۀ دې به څۀ وشي؟ فرمائي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami