Share this link via
Personality Websites!
480323
9560
نبي کريم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې خبره باندې پۀ يو مثال سره پوهه کړو: د دې مثال د شپونکي او د ورشو [چراه ګاه] پۀ شان دے (لکه څنګه چې دلته پټي وي، د هغې ترمينځه عام طور دېوالونه نۀ وي، وړه شان پوله وي، ټول پټي د يو بل پۀ خوا کښې وي، اوس که چرې څوک چېلۍ پۀ خپل پټي کښې څَروي، چېلۍ د هٰغه پولې خوا له لاړې شي، شپونکے بيا هم هغه منع نۀ کړي نو چېلۍ خو چېلۍ دي، هيڅ پته نۀ لګي چې د بَل پټي ته واوړي، د شپونکي د ور رسېدو پورې به هغوئي ډېر نقصان کړے وي)۔ فرمائي: بس هم دغه شان د بادشاه څۀ حدونه وي، د الله پاک حدونه د هغه حرام کړے شوي څيزونه دي۔ ([1])
د څومره ښکلي مثال پۀ ذريعه خبره واضحه کړے شوې ده۔ دا حديثِ پاک پۀ خپل ذِهن کښې ساتئ او خپل پوخ ذِهن جوړ کړئ چې مونږ له پۀ شريعت باندې عمل کول دي او د حدودو کښې دننه کول دي، د دې نه بهر وتل نۀ دي۔ الله پاک دې د عمل کولو توفيق را عطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د نـمونځونو د وختونو د ايپلي کېشن تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډېر ښکلے موبائل ايپلي کېشن د اَوقاتُ الصَّلاة (Prayer Times) پۀ نوم جاري کړے دے * دا ايپلي کېشن د اعلیٰ حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ الله عَلَيْه د تحقيق مطابق دے، پۀ دې ايپلي کېشن کښې * د 5 واړو نـمونځونو د روزانه او مياشتې وختونه * د قرآنِ پاک تِلاوت او د قرآنِ کريم تفسير * د اهلِ سُنَّت د عقيدو پۀ باره کښې اهم سوالونه او جوابونه * 6 مختلفې ژبې * د ټولې دُنيا د هر ځائے وختونه او د قبلې اړخ شامل کړے شوي دي * دا ايپلي کېشن د قضا نـمونځونو پۀ جائزه اخستو او د هغې پۀ وخت ادا کولو کښې مرسته کوي * د جَمعې پۀ وخت د آټو موبائل سائلنټ ساتلو آپشن موجود دے پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami