Share this link via
Personality Websites!
480322
9560
ما اِيمان راوړو ستا پۀ رسول باندې کوم چې تا رالېږلے)۔
يعنې د نبي لفظ پۀ ځائے يـې رسول ولوستو، اوس وګورئ چې پۀ نبي او رسول لفظ کښې ډېر فرق خو نشته، عام طور هم پۀ يوه معنیٰ کښې اِستعمالېږي خو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم منع کړو، وه يـې فرمائيل: هٰغه لفظ ولوله کوم چې ما در ښودلے دے، ووايه: اٰمَنْتُ بِنَبِیِّکَ الَّذِیْ اَرْسَلْتَ۔ ([1])
معلومه شوه چې شريعت کومې دُعاګانې مونږ ته ښودلې دي، څنګه يـې ښودلې دي، هم هٰغه شان لوستل دي۔ مثلاً د نـمونځ پۀ رکوع کښې لوستلے کېږي: سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْعَظِیْم۔ پۀ سجده کښې لوستلے کېږي: سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْاَعْلیٰ۔ مونږ که چرې ووايو چې د دواړو معنیٰ خو يو شان ده، پۀ رکوع کښې به سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْاَعْلیٰ ووايم او پۀ سجده کښې به سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْعَظِیْم ووايم نو دا صحيح نۀ دي، د سُنَّت خِلاف دي۔ آؤ! که چرې کله نا کله پۀ هېره داسې وشو نو نـمونځ به ادا شي، هيڅ فرق نۀ راځي خو د دې عادت جوړول، قصداً او پۀ اِرادې سره داسې کول صحيح نۀ دي۔
يو ډېر اهم حديثِ پاک واورئ! دا حديثِ پاک زړۀ ته کوزول پکار دي، د بُخاري شريف حديث دے، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْحَلَالُ بَیِّن حلال واضحه دي، وَالْحَرَامُ بَیِّن حرام هم واضحه دي (يعنې د حلالو او حرامو حُکمونه شريعت واضحه بيان کړي دي) وَ بَیْنَہُمَا اُمُوْرٌ مُّشَبَّہَاتٌ د دې دواړو ترمينځه د شک والا امور دي، د کومو چې اکثرو خلقو ته پته نشته۔ بس څوک چې د شبهاتو نه بچ شو، هغه خپل دِين بچ کړو او څوک چې پۀ شُبهاتو کښې پرېوتو، هغه به پۀ حرامو کښې پرېوځي۔
[1]... مسلم کتاب الذکر والدعاء والتوبۃ والاستغفار، باب ما یقول عند النوم ...الخ، صفحہ:1043، حدیث:2710۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami