Share this link via
Personality Websites!
480321
9560
تالا به هم پۀ 4 غاښونو کولاويږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اوراد او وظيفې چې کومې وي، پۀ حديثونو کښې چې کومې دعاګانې ليکلے شوې دي، پۀ هغې کښې هم د خپله ځانه بدلون نۀ دي کول پکار! پۀ دلائِلُ الخېرات شريف کوم چې د درودِ پاک ډېر مشهور کتاب دے، پۀ دې کښې يو درودِ پاک ليکلے شوے دے، کوم چې 14 کرته وئيل وي۔ يو ځل د شاه عبد الحق اِلٰه آبادي رَحْمَةُ الله عَلَيْه نه د هغوئي شاګرد پوښتنه اوکړه: عالي جاه! دا درودِ پاک مونږ 15 کرته ولې نۀ لولو،خوامخا 14 کرته ولې لوستل دي؟ وه يـې فرمائيل: کومه تالا چې د 4 غاښونو پۀ کُنجۍ کولاويږي ، هغه د 5 غاښونو پۀ کُنجۍ نه کولاويږي، مونږ چې دا درود شريف 15 کرته لولو نو د ثواب کار دے خو هٰغه دروازه کومه چې د دې درود پۀ برکت سره کولاويږي ، هغه به هله کولاويږي کله چې يې 14 کرته ولولو۔ ([1])
دا خبره هم ده، مونږ پۀ خپله خوښه کمے زياتے اوکړو او ګڼو چې پۀ دې کښې ثواب ډېر دے خو د شريعت حِکمت زمونږ د دروغژن عقل نه ډېر اوچت دے، ځکه چې څۀ وئيلے شوي دي، څومره وئيلے شوي دي، څنګه وئيلے شوي دي، هم هغه، هٰغه همره او هم هٰغه شان به کوو۔
څنګه چې مې وښودل، هم هٰغه شان يـې لوله۔۔۔!!
پۀ مُسلم شريف کښې روايت دے، يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت بَرَاء بن عازِب رَضِىَ الله عَـنْهُ ته د اودۀ کېدو د وخت يوه دعا ياده کړه، پۀ هغې کښې وو: اٰمَنْتُ بِنَبِیِّکَ الَّذِیْ اَرْسَلْتَ (ما اِيمان راوړو ستا پۀ نبي باندې کوم چې تا رالېږلے)۔ حضرت بَرَاء رَضِىَ الله عَـنْهُ فرمائي: ما دا دُعا د دوباره لوستلو پۀ وخت ووئيل : اٰمَنْتُ بِرَسُوْلِکَ الَّذِیْ اَرْسَلْتَ (يعنې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami