Share this link via
Personality Websites!
480320
9560
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ الله عَـنْهُ د دې آيت پۀ تفسير کښې فرمائي: د دې معنیٰ دا نۀ ده چې هٰغه خلقو به د سره نـمونځ نۀ کولو بلکې معنیٰ دا ده چې هٰغه خلقو به نـمونځونه پۀ وخت نۀ کول۔ ([1])
اِمام اِبنِ اَبي دُنيا ليکلي دي چي: يو صاحب وو، د هغه خور وفات شوه کله چې يـې هغه ښخوله نو د هغه بټوه پۀ کومه کښې چې څۀ پېسې وغېره وې هغه قبر ته پرېوتله، د ښخولو نه د واپس راتللو پورې هغه د هغې نه خبر نۀ وو، کله چې واپس راغلو نو هغه ته ورياد شول، هغه د هغې قبر له لاړو او د خلقو د تللو نه پس يـې قبر راکنستل شروع کړل، هغه پۀ قبر کښې د وور لـمبې وليدې نو خاوره يـې پرې ور واچوله او پۀ ژړا ژړا د خپلې مور خوا له راغلو او وه يـې وئيل: مور جانې! ما ته زما د خور پۀ باره کښې ووايئ چې هغې به داسې څۀ عمل کولو؟ مور يـې ووئيل: تۀ د هغې پۀ باره کښې د څۀ نه ځان خبرول غواړې؟ هغه ووئيل: مور جانې ما د هغې پۀ قبر کښې وور ليدلے دے۔ پۀ دې اورېدو هغه هم پۀ ژړا شوه او وه يـې وئيل: ځويه! ستا خور به پۀ نـمونځونو کښې ناراستي کوله او هغه به يـې د وخت تېريدونه پس کولو۔ ([2])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے پۀ خپل وخت د نـمونځ نۀ کولو وبال۔۔۔!! الله پاک دې مونږ له د پينځه واړو نـمونځونو پۀ خپل وخت کښې دننه بلکې پۀ جومات کښې د جَمعې او تکبيرِ اُولیٰ سره د کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami