Share this link via
Personality Websites!
480316
9560
د تبرکاتو نه د فېض حاصلولو توفيق رانصيب کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:
فَبَدَّلَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا قَوْلًا غَیْرَ الَّذِیْ قِیْلَ لَهُمْ فَاَنْزَلْنَا عَلَى الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رِجْزًا مِّنَ السَّمَآءِ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ۠(۵۹)
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 59) [مفهوم]
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا هٰغه ظالِـمانو کومه چې هغوئي ته وئيلے شوې وه هغه يـې پۀ يوه بله خبره بدله کړه نو مونږه پۀ هٰغه ظالِـمانو د اسمان نه عذاب را نازل کړو ولې چې هغوئي [پرله پسې] نافرمانۍ کولې۔
د دې ځائے نه معلومه شوه چې د الله پاک حکمونه چې څنګه دي هم هٰغه شان (As it is) منل ضروري دي، کوم خلق چې د الله پاک حُکمونه بدلوي، هغوئي د الله پاک د عذاب حقدار جوړېږي۔ ځکه پۀ مونږ باندې لازم دي چې الله پاک، د هغه خوږ محبوب صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کوم حُکم څنګه راکړے دے، هم هٰغه شان يـې اومنو او پۀ هغې باندې عمل اوکړو۔
پۀ قرآنِ کريم کښې دي چې الله پاک پۀ بني اِسرائيلو لعنت نازل کړو، د دې اسباب څۀ وو؟ فرمائي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami