Share this link via
Personality Websites!
480315
9560
بس پۀ ګناهونو کښې مصروف اوسېدل، يو ځل دوئي خپل يو دوست بازار ته د څۀ اخستو د پاره ولېږلو، هغه پۀ راتللو کښې ډېر ناوخته کړو۔ ډېر وخت پس هغه پۀ لاس کښې هِندوانه نيولې وه او پۀ خندا خندا راروان وو، نورو دوستانو له يـې ډېره غصه ورغله، چې يو خو تۀ ناوخته راغلې او بل دې راوړي څۀ دي۔۔۔؟ دا هندوانه۔۔۔؟
هٰغه هلک ووئيل: ما ډېر عجيبه څيز راوړے دے، دا چې کومه هندوانه ده، پۀ دې باندې حضرت بشر حافِي رَحْمَةُ الله عَلَيْه لاس مبارک ايښودے وو، ځکه ما دا پۀ 20 دِيناره [يعنې د سرو زرو پۀ سِکو] واخستله او را مې وړله، چې څنګه يـې دوستانو دا خبره واورېدله نو ټولو پۀ ادب سره د هندوانې ښکلول شروع کړل۔ لا يـې د دې عقيدت او محبت اِظهار کولو چې يو هلک ووئيل: اے دوستانو۔۔۔!! تاسو ټول ګواه اوسئ چې زۀ د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه کووم۔ پۀ دې اورېدو باقي نورو دوستانو هم توبه کړه او دا لس واړه هلکان پۀ عبادت او رياضت کښې مصروفه شول۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! اندازه ولګوئ چې د وليانو د لاس د لګيدلې څيزونو دا برکت دے، حضرت بِشر حَافِي رَحْمَةُ الله عَلَيْه هٰغه هندوانې له صرف لاس وروړي وو، هلکانو د هغې ادب اوکړو نو د توبې توفيق يـې نصيب شو * چرته چې دا وَلِيان، د الله پاک نېکان پخپله موجود وي * چرته چې د دوئي مزارونه وي، اِنسان هلته لاړ شي، د هغوئي د ښار عزت اوکړي، د هغوئي سره د نسبت لرونکو څيزونو عزت اوکړي، پۀ هغه باندې به ولې کرم نۀ کېږي؟ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک رحمت به ضرور راورېږي او د دُنيا سره سره به اخرت هم ښه کېږي۔
الله پاک دې زمونږه هم د نېکانو خلقو، د نبيانو علَيهِمُ السَّلام، د وليانو رَحْمَةُ الله عَلَيْهم ، د صحابۀ کرامو رَضِیَ الله عَنْهُم او اهلِ بيتِ پاک رَضِیَ الله عَنْهُم ادب او اِحترام کوونکي جوړ کړي او د هغوئي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami