Share this link via
Personality Websites!
480241
9556
زۀ د حضرت موسیٰ بن جعفر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارک ته حاضر شوے يم، د هغوئي وسيله مې پېش کړې، د دې پۀ برکت زما پرېشاني لرې شوې([1]) * اِمام اِبنِ حبَّان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډېر لوئي اِمام دے، فرمائي: ما ته چې کله هم څۀ مشکل راپېښ شوے نو زۀ به د حضرت اِمام علي بن موسیٰ کاظِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارک ته حاضر شوم، الله پاک هٰغه سخته لرې کړې۔ ([2])
داسې واقعې او روايتونه که چرې راجمع کړے شي نو لوئي کتاب به ترې جوړ شي، تاسو وګورئ چې د الله والؤ انداز څنګه وو۔ ځکه مونږ له هم پکار دي چې پۀ دې باندې عمل اوکړو۔ که زړۀ نا قلاره وي، پرېشانه وي، د لږ ساعت د پاره هم سکون نۀ مومي نو د الله والؤ مزارونو ته حاضري اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! سکون به مېلاؤ شي۔
(3): پۀ تقدير باندې راضي اوسئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د حضرت زېنب رَضِىَ اللهُ عَـنْها واقعه واورېدله، د هغوئي د شهزاده اخري وخت وو، زړۀ نا قلاره وو، پرېشاني وه، هغوئي د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې پېغام ولېږلو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جواب کښې څۀ وفرمائيل؟ ښکلي الفاظ دي:
اِنَّ لِلهِ مَا اَخَذَ، وَلَهُ مَا اَعْطٰى وَكُلٌّ عِنْدَهُ بِاَجَلٍ مُّسَمًّى فَلْتَصْبِرْ وَلْتَحْتَسِبْ
ترجمه: بيشکه څۀ چې الله پاک واخستل، هغه هم د الله پاک دي،او څۀ چې الله پاک عطا کړل، هغه هم د الله پاک دي د الله پاک پۀ نزد د هر يو خاص وخت مقرر دے، بس صبر کوه! او د ثواب اُمېد لره۔۔۔!! ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami