Share this link via
Personality Websites!
480240
9556
زۀ څۀ اوکړم؟ يوه د اِحتياط خبره عرض کوم: خپل ذاتي معلومات (Personal information) چرې هم د AI سره مۀ شېئر کوئ! هغه يو مشين دے، زمونږه خبرې، زمونږه معلومات غلط اِستعمالېدے (Misuse) شي۔ هسې هم AI يو مشين دے، هغه زمونږ پۀ شان پۀ دُنيا کښې، پۀ معاشره کښې دننه ژوند نۀ دے تېر کړے، د AI سره معلومات (Knowledge) کېدے شي خو تجربه ورسره نشته۔ ځکه خپل حالت د هغه سره د شېئر (Share) کولو پۀ ځائے د مشرانو سره کېناستل پکار دي * دغه شان ځينې نادانه نا قلاره شي نو مَعَاذَ الله! د شرابو مرسته حاصله کړي۔ ډېر سخت د ګناه کار دے۔ حرام دے، دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ د دې سره به نا قلارې څۀ لرې شي۔۔۔؟ د دې نه به نور هم وبال جوړ شي۔
ځکه د مشرانو سره کښېنئ، د هغوئي اورئ، د هغوئي د تجربو نه فائده اخلئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ ژوند کښې به مو سکون راشي۔
يوه مشوره عرض کووم: يو ولي الله کوم چې واقعي ولي الله وي، د کوم طرف ته چې ستاسو زړۀ مائله وي، د هغوئي مزار مبارک ته د حاضرۍ پوخ عادت جوړ کړئ! يقين اوکړئ چې زړۀ ته به مو داسې سکون راشي چې واه۔۔۔!! څومره ښه خبره ده۔ زمونږه د دِين بزرګانو د الله پاک نېکانو بندګانو به هم داسې کول۔ * حضرت خطيب بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پينځمې صدۍ هجرۍ بزرګ دے او ډېر لوئي مُحَدِّث دے، هغوئي ليکلي دي چې د 70 کالو پوري مې مسلسل د حضرت معروف کَرخِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار مبارک تجربه کړې ده، پۀ دې موده کښې به چې څوک پرېشانه دلته راغلو، الله پاک د هغه پرېشاني ختمه کړه ([1]) * حضرت ابو علي خَلَّال رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ ما چې کله هم څۀ پرېشاني يا غم راغلے،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami