Share this link via
Personality Websites!
480239
9556
توجه کول پکار دي۔ * زړونه نا قلاره وي * پرېشانۍ راځي * سختو راګېر کړي وي * بعضې وخت بغېر د څۀ خبرې نه هم زړۀ نا قلاره کېږي * بس د دننه نه داسې خالي خالي محسوسېږي۔ پۀ داسې وخت کښې دلته خلق څۀ کوي؟ * د سيل سپاټې (Picnic) د پاره ووځي چې هوا به مو بدله شي نو څۀ سکون به مو نصيب شي * ځينې د زړۀ خوشحالولو (يعنې Entertainment) پۀ نوم د فلمونو او ډرامو کتلو مرسته اخلي * ځينې پۀ سوشل مېډيا کښې ډوب شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ داسې وختونو کښې * درودِ پاک لوستل پکار دي * د نبيانو د سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې حاضري کول پکار دي * که تاسو پۀ جسماني (يعنې Physically) توګه مدينې منورې ته رسېدے نۀ شئ نو هيڅ خبره نۀ ده، هم د کور پۀ يو ګوټ کښې ځانله کښېنئ! درودِ پاک لولئ! خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يادوئ! د هغوئي پۀ دربار کښې فرياد کوئ! د ګنبدِ خضریٰ خيال پۀ ذِهن کښې راولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ ته به سکون مېلاؤېږي۔
اُن کے نثار کوئی کیسے ہی رَنْج میں ہو جب یاد آگئے ہیں، سب غم بُھلا دئیے ہیں([1])
* دغه شان پۀ داسې وختونو کښې د الله پاک د نېکانو بندګانو پۀ خِدمت کښې حاضرېږئ! * د هغوئي سره کښېنئ! * د هغوئي سره د زړۀ خبرې کوئ! * خپلې پرېشانۍ ورته بيانوئ! * دغه شان د خپلو مشرانو سره کښېنئ! يقين اوکړئ چې دا څيزونه به زمونږ د زړۀ نه ووځي، پۀ خاص توګه نوے کُل (يعنې Gen Z)، هغوئي ته خپل مشران ، مشران نۀ ګڼي، د هغوئي د مشرانو سره د کېناستو هډو ذِهن نۀ جوړېږي۔ نن صبانې ځوانان څۀ کوي؟ پۀ ژوند کښې نا قلاري زياتېږي، مسئلې راپېدا کېږي، اوس څۀ کوي: * د AI سره به يـې شېئر (Share) کوي۔ د هغه نه به د حل تپوس وکړو،چي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami