Share this link via
Personality Websites!
480237
9556
د واقعې نه مېلاؤېدونکي يو څو سبقونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت پۀ دې ښکلې او د سبق نه پۀ ډکه واقعه باندې لږ غور اوکړئ! دې نه څومره خبرې مونږ ته د زدکړې د پاره مېلاؤېږي:
وړومبے خو دا چې د مصيبت يا مشکل پۀ وخت کښې ژړل جائز دي، پۀ دې کښې هيڅ باک نشته، آؤ! * واوېلا کول * چغې سورې وهل * سينه وهل وغېره جائز نۀ دي۔ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: څۀ چې د سترګو او زړۀ نه وي، هغه د الله پاک د طرف نه دي او څۀ چې د لاس او ژبې نه وي، هغه د شېطان د طرف نه دي۔
وضاحت: يعنې سخته راغله، زمونږ زړۀ ته غم راورسېدو، پۀ زړۀ باندې بوج راغلو، پۀ سترګو کښې اوښکې راغلې، دا دواړه بے صبري نۀ ده بلکې د الله پاک د طرفه دي، الله پاک د اِنسان پۀ فِطرت کښې ايښودي دي، چې سخته راشي نو زړۀ پرېشانه کېږي، پۀ زړۀ باندې بوج راځي، د سترګو نه اوښکې روانې شي، ځکه پۀ دې باندې هيڅ نيوکه نشته۔ آؤ! * پۀ لاسونو باندې خلق د سر وېښته راشوکوي * سينه وهي * خپل مخ پۀ څپېړو وهي * پۀ ژبه باندې ګډې وډې وائي * ځينې نادانه خو د کُفر الفاظ هم وائي، دا دواړه خبرې يعنې پۀ لاسونو وهل، د خُلې نه د بے صبرۍ جُملې ويستل د شېطان د طرفه دي۔ لهذا پۀ سخت وخت کښې ژړل، پۀ سترګو کښې اوښکې راتلل بالکل جائز دي، پۀ دې کښې هيڅ باک نشته بلکې دا د زړۀ د نرمۍ او د رحمدلۍ نخښه ده۔ آؤ! پۀ ژبه او لاسونو باندې قابو ساتل پکار دي۔
(2): د نېکانو خلقو سره تعلق جوړ کړئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه باندې د يو بل اړخ نه هم غور اوکړئ چې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami