Share this link via
Personality Websites!
480236
9556
زما ځوي اخري سلګۍ اخلي، زر تشريف راوړئ۔([1]) خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: لاړ شئ او زما لور ته ووايئ:
اِنَّ لِلهِ مَا اَخَذَ، وَلَهُ مَا اَعْطٰى
ترجمه: څۀ چې يـې واخستل هغه هم د الله پاک دي، او څۀ چې يـې عطا کړل هغه هم د الله پاک دي
وَكُلٌّ عِنْدَهُ بِاَجَلٍ مُّسَمًّى ، فَلْتَصْبِرْ وَلْتَحْتَسِبْ
ترجمه: د هغۀ په نزد د هر يو خاص وخت مقرر دے، صبر اوکړه! او د ثواب اُمېد لره۔۔۔!!
اَستاذي پېغام يوړلو او لاړو۔ د لږ وخت تېرېدو نه پس رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله د لور کور ته تشريف يوړلو۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمسے پۀ غېږه مبارکه کښې واخستو، هٰغه وخت د هغوئي د شهزاده بالکل اخري وخت وو، اخرۍ ساه يـې پۀ شونډو وه۔ د هغوئي حالت يـې چې وليدلو نو د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړۀ مبارک راډک شو او د مقدسو سترګو نه يـې اوښکې روانې شوې۔ صحابئ رسول حضرت سعد رَضِىَ اللهُ عَـنْه ورسره نزدې حاضر وو، عرض يـې اوکړو:
یَارَسُوْلَ اللہِ! مَاہٰذَا؟
ترجمه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا څۀ دي؟ (تاسو خو د صبر کوونکو سردار يـئ، د دې باوجود پۀ مقدسو سترګو کښې اوښکې ولې دي؟)
هَذِهِ رَحْمَةٌ جَعَلَهَا اللهُ فِيْ قُلُوْبِ عِبَادِهٖ
ترجمہ: دا رحمدلي ده،چې الله پاک پۀ خپلو بندګانو کښې ايښودې ده ۔([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami