Share this link via
Personality Websites!
480235
9556
مشره شهزادګۍ ده۔ ([1])
مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، دا هم مونږ ته معلومېدل پکار دي چي زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 4 شهزادګۍ او 3 شهزادګان دي۔ د مشرې شهزادګۍ نوم مبارک: * حضرت زېنب * د هغې نه پس حضرت رُقيه * بيا حضرت اُمِّ کلثوم * او د ټولو نه کشره او نيازبينه شهزادګۍ حضرت فاطِـمةُ الـزَهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْهنّ ده۔ پۀ شهزادګانو کښې د ټولو نه مشر شهزاده * حضرت قاسِم * د هغوئي نه کشر حضرت عبد الله او د ټولو نه کشر شهزاده حضرت اِبراهيم رَضِىَ اللهُ عَـنْهم دے۔ ([2])
خُونِ خیر الرسل سے ہے جن کا خمیر اُن کی بےلوث طینت پر لاکھوں سلام
اور جتنے شہزادے اُس شاہ کے ان سب اَہْلِ مکانت پہ لاکھوں سلام([3])
مفهوم: زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول اولاد مبارک،د کومو پيدائش چي د هغوي د ويني مبارکې نه شوے که هغه د هغوئي شهزادګۍ وي او که د هغوئي شهزادګان، ټول د اِحترام او د عزت جوګه دي۔ د هغوئي پۀ پاک او بے عيبه فِطرت باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي۔
خېر! ما عرض کولو: حضرت زېنب رَضِىَ اللهُ عَـنْها د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه مشره شهزادګۍ ده، د هغوئي ځوي يعنې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمسے حضرت علي بن اَبو العَاص رَضِىَ اللهُ عَـنْه بيمار وو۔ هُم د هٰغه ورځو خبره ده: يوه ورځ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهم سره تشريف فرما وو، پۀ دي کښې د حضرت زېنب رَضِىَ اللهُ عَـنْها د طرف نه پېغام راغلو چې بابا جانه۔۔۔!!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami