Share this link via
Personality Websites!
480255
9556
کړي، ګنې هغه د غمژن زړۀ او سستۍ سره سحر کوي۔([1])
د دې حديث پۀ شرح کښې ملا علي قاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: څوک چې د غفلت پۀ خوب اودۀ وي تر دې پورې چې د سحر د نـمونځ وخت تېر شي، نو هغه د غمژن زړۀ او د ډېرو زياتو فِکرونو سره او د خپل کار د پوره کولو پۀ باره کښې حېرانه او پرېشانه سحر کوي او د کوم کار چې هم د کولو اِراده کوي پۀ هغې کښې ناکامه کېږي ځکه چې هغه د الله پاک د نزديکت نه لرې شوے وي او د شېطان د دوکې پۀ جال کښې راګېر شوے وي۔([2])
افسوس چې دا وبا خو اوس ډېره عام شوې ده، ډېر ښه مذهبي ښکاريدونکي ، د نـمونځونو شوق لرونکي، نور نـمونځونه پوره ادا کوونکي هم د سحر پۀ نـمونځ کښې ناراستي کوي۔ کاش چې مونږ پۀ خاص توګه د سحر د نـمونځ او د دې پۀ برکت باقي نور ټول نـمونځونه هم پۀ وخت باندې، پۀ جومات کښې د جَمعې سره ادا کوونکي جوړ شو۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
یاالٰہی! فجر میں اٹھنے کا ہم کو شوق دے سب نمازیں ہم جماعت سے پڑھیں وہ ذوق دے
د نا قلارۍ پۀ وخت لوستلے کېدونکې دُعا
پۀ اخره کښې د پرېشانۍ او نا قلارۍ پۀ وخت لوستلے کېدونکې يوه دُعا واورئ! د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خادِم حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْه فرمائي: رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به کله پۀ څۀ وجه پرېشانه يا نا قلاره وو نو لوستل به يـې:
يَاحَيُّ يَاقَيُّومُ بِرَحْمَتِكَ اَسْتَغِيْثُ
ترجمه: اے همېشه ژوندي پاتې کېدونکيه! اے د ټولو قائِم ساتونکيه! زۀ ستا د رحمت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami