Share this link via
Personality Websites!
480254
9556
ډېر ښکلے حديثِ پاک دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
اِذَا نَظَرَ اَحَدُكُمْ اِلٰی مَنْ فُضِّلَ عَلَيْهٖ فِي الْمَالِ وَالْخَلْقِ، فَلْيَنْظُرْ اِلٰى مَنْ هُوَ اَسْفَلَ مِنْهٗ
ترجمه: کله چې پۀ تاسو کښې يو کَس پۀ مال او دولت او شکل او صورت کښې د ځان نه بهتر کَس وويني، نو هغه له پکار دي چې داسې کَس ته وګوري کوم چې پۀ دغه څيزونو کښې د هغه نه کم تر وي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې نُسخه ده۔۔۔!! کاش چې مونږ دا نُسخه خپلوونکي جوړ شو۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مسلمانانو په معاشره کښې د زياتېدونکې نا قلارۍ يوه ډېره اهمه وجه د سحر نـمونځ قضا کول هم دي۔ هسې خو ټول نـمونځونه پۀ خپل وخت باندې ادا کول لازمي دي خو افسوس چې نن سبا پۀ پينځه واړه نـمونځونو کښې سستي کېږي۔ البته د سحر د نـمونځ پۀ خاص توګه فضيلت دے۔ کوم کَس چې د سحر نـمونځ قضا کوي، د هغه ټوله ورځ پۀ فِکرونو او نا قلارو کښې تېرېدے شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: کله چې پۀ تاسو کښې څوک اودۀ کېږي نو شېطان د هغه د څټ پۀ شاته حصه کښې درې غوټې ورکوي، پۀ هره غوټه باندې دا خبره پۀ زړۀ کښې کښينوي چې اوس لا شپه هم ډېره پاتې ده اودۀ شه * بس که چرې هغه پاڅي او د الله ذِکر اوکړي نو يوه غوټه پرانستے شي * که چرې اودس اوکړي نو دوېمه غوټه پرانستے شي * او چې نـمونځ اوکړي نو درېمه غوټه هم پرانستے شي، بيا هغه خوشحاله خوشحاله او تر او تازه سحر
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami