Share this link via
Personality Websites!
480251
9556
د غېر مسلمو ملکونو يو مثال دے؛چي پۀ يو غېر مسلمه ملک کښې يو جېل جوړ کړے شو۔ دا زۀ رښتيا خبره کووم۔ پۀ دغه جېل کښې ډېرې سختې سزاګانې ورکړے کېدلې۔ دومره سختې چې خلقو به د ژوند پۀ ځائے د مرګ ارمان کولو او د هٰغه جېل نه د وتو هم څۀ لاره نۀ وه۔ معامله څۀ داسې شوه چې هٰغه جېل ته پۀ څۀ وجه د نفسياتو يو ماهر لاړو۔
اوس ډاکټر خو پۀ هر ځائے کښې ډاکټر وي، مبلغ پۀ هر ځائے کښې مبلغ وي۔ هٰغه د نفسياتو ماهر پۀ جېل کښې دننه د خلقو پۀ نفسياتو کار شروع کړو۔ هغه وکتل چې ځينې خلق دي کوم چې پۀ قېد کښې هم د سختو سزاګانو برداشت کولو باوجود پۀ سکون کښې دي، ځينې هٰغه دي کوم چې قېد هډو زغملے نۀ شي او د ژوند نه مايوسه شوي دي۔ دې د نفسيانو ماهر د هٰغه دواړه قِسمه قېديانو موازنه اوکړه۔ د ډېرو کلونو پورې هغه پۀ دوئي باندې تحقيق کولو۔ اخر چې کله هٰغه د نفسيانو ماهر د جېل نه بهر راغلو نو هغه پۀ خپل تحقيق باندې کتاب وليکلو۔ پۀ هٰغه کتاب کښې هغه دا نتېجه راويستله چې د کوم کَس سره څۀ اُمېد وي، د چا چې څۀ خاص مِشن وي هغه پۀ ډېرو سختو حالاتو کښې هم پۀ سکون سره اوسېږي او خپل ژوند سمبالوي (يعنې Manage) کوي خو چې د چا څۀ اُمېد څۀ مِشن نۀ وي، هغه د وړو وړو پرېشانو پۀ مخکښې هم حوصله بائلي۔
معلومه شوه چې پۀ ژوند کښې څۀ لوئي مقصد نۀ کېدل هم د نا قلارۍ او بے سکونۍ يو لوئي سبب دے۔
اوس سوال دا دے چې د ژوند مقصد خو خپلول دي، هغه څۀ کېدے شي۔۔۔؟ يو څو روايتونه واورئ!
* مشهور ولي الله حضرت مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
مَا يَنْبَغِي لِلْمُؤْمِنِ اَنْ يَكُونَ بَطْنُهُ اَكْثَرَ هَمِّهِ
ترجمه: د مؤمِن د پاره دا جائز نۀ دي چې د هغه مرکز او مقصد د هغه خېټه وي۔([1]) (يعنې هغه هر وخت هم د خپلې خِېټې پۀ فِکر کښې لګيا وي۔)
* حضرت مُعَاوِيَه اَسوَد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami