Share this link via
Personality Websites!
480250
9556
Meaningless Life۔ يعنې پۀ ژوند کښې هډو څۀ لوئي مقصد موجود نۀ دے۔
دا هم د دې وخت ډېره لويه مسئله ده۔ پۀ ژوند کښې بے معنويت زياتېږي۔ مونږ دې دُنيا ته راغلي يو، يو وخت تلل هم دي، د دې ترمينځه چي کومه موده ده پۀ دې کښې مونږ له څۀ کول دي؟ هٰغه کومه لويه کارنامه ده کومه چې به مونږ پۀ دې دُنيا کښې کوو او ځو به؟ مونږ سره د دې هيڅ څۀ منصوبه (Plan) نۀ وي * تاسو د ځوانانو نه پوښتنه اوکړئ چې تاسو پۀ دې دُنيا کښې څۀ لوئي کارنامه کول غواړئ؟ عام طور به تاسو ته داسې جواب مېلاؤېږي: * زۀ لوئي کاروبار کول غواړم * څوک به وائي: زۀ ښکلې بنګله جوړول غواړم * څوک به وائي: زۀ مالداره کېدل غواړم * څوک به وائي: بس هم يو خوب دے، چې پۀ څۀ طريقه فلانکي مُلک ته ورسېږم، چې هلته مستقل استوګنه اِختيار کړم * ډېر خلق به تاسو ته داسې مېلاؤ شي چې د هغوئي سره به څۀ خاص مقصد هم نۀ وي، بس ورځ شي، د ګټې د پاره ووځو، شپه شي نو کور ته راشو او اودۀ شو۔
دا زۀ د اکثريت خبره کووم۔ زمونږ پۀ دې دور کښې اکثريت هم داسې دي۔ څۀ لوئي مقصد زمونږ مخې ته نۀ وي۔ که چرته څۀ لوئي مقصد وي هم نو د دُنيا د حده پورې دے۔ مونږ څۀ داسې پۀ اعلیٰ کار کولو د دُنيا نه تلل نۀ غواړو د کوم پۀ وجه چې زمونږ نه وروستو خلق مونږ پۀ ښه الفاظو کښې ياد وساتي۔
د دې د نقصان درته پته شته چې څۀ دے؟ چې د ژوند څۀ لاره نۀ وي نو د زندګۍ نتېجه کښې به وي ګډه وډه ۔ داسې وګنئ چې يو بَس د لارې مينځ کښې ولاړ دے۔ اوس هغه ته معلومه نۀ ده چې کوم طرف ته تلل دي، نو څۀ به کېږي؟ يا خو به ډرائيور بس تاوهي راتاوهي، اخر به پټرول ختم شي۔ يا به هم هلته ولاړ وي او سوچ به کوي۔هم داسې د بے مقصده او بے معني ژوند تيرولو والا کس زندګې خو به تيره کړي خو د هغۀ صلاحيتونه،وخت او وسائل ټول به ضائع شي.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami