Share this link via
Personality Websites!
480244
9556
کله چې څۀ مېلاؤ شي نو شُکر اوباسو، ووايو چې پۀ دې کښې زما څۀ کمال دے؟ الله پاک زما پۀ قِسمت کښې دا نِعمت ليکلے وو، ځکه راته مېلاؤ شو۔ او څۀ چې د لاس نه لاړ شي، څۀ نِعمت کوم چي مونږ غوښتلو چې مېلاؤ شي، هغه مېلاؤ نۀ شو، پۀ څۀ خبره کښې محرومي شوه * د چا مور او پلار د 100 کالو پورې ژوندي دي، څوک پۀ نا بالغ توب کښې يتيم شي * څوک مالداره دے، څوک غريب دے * د چا سره لويه عهده ده، د چا سره نشته * څوک ډېر مشهور دے، څوک ډېر مشهور نۀ دے، دا د الله پاک تقسيم دے، پۀ دې باندې بيا د نا قلاره کېدو، د ډپرېشن د ښکار کېدو، د مايوسه کېدو څۀ ضرورت دے، بس هم دا وايئ:
اِنَّ لِلهِ مَا اَخَذَ، وَلَهُ مَا اَعْطٰى
ترجمه: الله پاک چې څۀ راکړل، دا هم د هغه دي،او څۀ چې يـې واخستل، هغه هم د هغه دي۔
لهذا د الله پاک پۀ رضا باندې رضا کېدونکي جوړ شئ! يقين اوکړئ چې ژوند به مو د سکون نه ډک شي۔
کېږي به هٰغه څۀ کوم چي خُدائے غواړي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو ډېر ښکلے روايت دے، واورئ! زړۀ ته به مو سکون مېلاؤ شي: پۀ اِحياءُ العُلوم کښې اِمام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: الله پاک خپل نبي حضرت داؤد عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي ولېږله، وه يـې فرمائيل:
يَا دَاوٗدُ اِنَّكَ تُرِيْدُ وَاُرِيْدُ
ترجمه: يعنې اے داؤده۔۔۔! يوه ستا خوښه ده، يوه زما خوښه ده۔
وَاِنَّمَا يَكُونُ مَا اُرِيْدُ
ترجمه: بے شکه کېږي به هٰغه کومه چې زما خوښه ده۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami