Share this link via
Personality Websites!
479864
9537
يو بزرګ وو، د هغوئي نه چا پوښتنه اوکړه چې عالي جاه! ستاسو د توبه کولو او د الله پاک د عِبادت طرف ته د راتللو ذِهن څنګه جوړ شو؟ هغوئي خپله واقعه بيان کړه، وه يـې فرمائيل: زۀ جرنده ګړے ووم (يعنې پۀ جرنده به مې دانې وړۀ کولې)۔ پۀ کلي کښې اوسېدم، د جُمعې د نـمونځ د پاره به د لرې ښار لوئي جومات ته تلل وو، يو ځل د جُمعې شپه وه، زما سره عجيبه معامله وشوه * زما يو پټے وو هغه اوبه کول وو * پۀ جرنده کښې دانې هم پرتې وې، هغه وړۀ کول وو * ما يو خر ساتلے وو، هغه ناڅاپه رسۍ پرانسته او وتښتېدو۔ اوس ډېره پرېشاني شوه، زۀ يواځې کَس * که پټے اوبه کووم نو نۀ به خَر مېلاؤېږي او نۀ به دانې وړۀ کېږي * که دانې وړۀ کووم نو نۀ به خر مېلاؤېږي او نۀ به پټے اوبه کېږي * که خر لټووم نو نۀ به پټے اوبه کېږي او نۀ به دانې وړۀ کېږي، غرض دا چې ما ته د 2 نقصانونو سره پۀ هر حالت کښې مخ کېدل وو۔ ډېر پرېشانه ووم، پۀ سوچونو سوچونو مې دماغ ستړي شو، اخر ما پۀ زړۀ کښې ووئيل چې هر څۀ پرېږده! ځه د جُمعې د نـمونځ د پاره لاړ شه۔ نو ما د جُمعې د نـمونځ تياري اوکړه او د ښار طرف ته روان شوم۔ لوئي جومات ته لاړم او ښه پۀ ارام مې د جُمعې نـمونځ ادا کړو، بيا د کور طرف ته واپس را روان ووم، کله چې د خپل پټي پۀ خوا راتېرېدم نو وه مې کتل چې زما پټے اوبه شوے دے، ډېر حېران شوم، د چا نه مې پوښتنه اوکړه چې زما پټے چا اوبه کړو؟ هغه ووئيل: ستا ګاؤنډي خپل پټے اوبه کولو، شپه وه خوب ورتللو، ځکه يـې پۀ غلطۍ کښې هم ستا پټے اوبه کړو، بيا چې ورته کله احساس وشو نو بيا يـې خپل پټے اوبه کړو۔ وائي چې ما د الله پاک شُکر ادا کړو او د کور طرف ته را روان شوم، څنګه چې مې دروازه پرانسته نو وه مې کتل چې زما خَر پۀ کور کښې تړلے شوے دے، ما پۀ حېرانتيا سره پوښتنه اوکړه چې دا چا راوستو؟ کور والؤ راته ووئيل چې دا د ځنګل طرف ته تللے وو، مخامخ يـې ازمرے وليدو، د هغه نه وېرېدو او پۀ منډه هم پخپله کور ته واپس راغلو۔ بيا چې زۀ کور ته دننه لاړم نو وه مې کتل چې زما دانې وړۀ شوې دي۔ بيا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami