Share this link via
Personality Websites!
479863
9537
چې هم کوم نو هغه اُلټا کېږي، څۀ اوکړم؟ نېک اِنسان ووئيل: ځويه!سټيمپ (Stamp يعنې مُهر) دې ليدلے دے؟ وه يـې وئيل: ليدلے مې دے۔ پوښتنه يـې اوکړه پته درته شته چې پۀ سټيمپ (Stamp يعنې مُهر) باندې ليکل څنګه وي۔۔۔؟ وه يـې وئيل: پۀ هغه ليکل اُلټا وي۔ وه يـې فرمائيل: آيا دا وئيلے شې چې دا څنګه سمېږي؟ جواب يـې ورکړو: کله چې مُهر (Stamp) پۀ کاغذ لګي نو الفاظ سم شي۔ وه يـې فرمائيل: لکه څنګه چې مُهر (Stamp) خپل تندے پۀ کاغذ باندې لګوي نو د هغه اُلټا الفاط هم سمېږي، هم دغه شان تۀ هم اودس اوکړه او جومات ته لاړ شه او د خپل خالِق او مالِک پۀ حُضُور کښې تندے ولګوه (يعنې سجده اوکړه) اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ستا به هم اُلټا کارونه سم شي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې د الله پاک فرمانبرداري اِختيار کړئ، ګناه پرېږدئ او د نېکو طرف ته راشئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټوله دُنيا به مو هم ښه شي او اخرت به مو هم ښه شي۔ پۀ 14 سيپاره، د سورۀ نَخل پۀ آيت: 30 کښې اِرشاد دے:
لِلَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةٌؕ-وَ لَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌؕ-
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: کومو خلقو چې پۀ دُنيا کښې ښېګړه اوکړه، د هغوئي د پاره ښېګړه ده او بے شکه د اخرت کور د ټولو نه بهتر دے۔ (پارہ:14، سورۀ النحل:30)
پۀ تفسير صراط الـجنان کښې دي: (د دې آيت يوه معنیٰ دا ده چې) کومو خلقو چې اِيمان راوړو او ښه عمل يـې اوکړو، هغوئي ته به پۀ دُنيا کښې هم د دې ښه اجر مېلاؤېږي۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami