Share this link via
Personality Websites!
479861
9537
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د سبق نه ډکه قرآني واقعه ده، د دې نه مونږ ته ډېرې خبرې د زدکړې د پاره مېلاؤېږي۔
وړومبے سبق خو دا چې وګورئ! بني اِسرائيلو د الله پاک حُکم وه نۀ منلو، د هغې سزا ورته څۀ مېلاؤ شوه، دوئي پۀ مېدان کښې قېد کړے شول، دوئي حېرانه او پرېشانه اخوا دېخوا ګرځيدل ، ټوله ورځ به يـې سفر کولو خو د کوم ځائے نه چې به روان شوي وو هم پۀ هٰغه ځائے کښې به اوسېدل۔
معلومه شوه چې د الله پاک نافرماني د حېرانۍ او پرېشانۍ ذريعه ده۔ زمونږ سره داسې کېږي چې ډېر ځل پرېشانۍ اِنسان راګېر کړي * د يوې پرېشانۍ نه چې ووځې نو بله راشي * ځوي ناروغه وو، هغه روغ شو * اوس لور ناروغه شوه، د لور عِلاج مو اوکړو * مور ناروغه شوه، د مور عِلاج مو اوکړو * پخپله بيمار شو * کاروبار نۀ چلېدو * قرضه مو واخستله، قرض لا نۀ وو خلاص شوے چې کاروبار بند شو، ډېر پۀ مشکله کار شروع شوے وو * ګراني زياته شوه، ګرانې قابو شوې لا نۀ وه چې څۀ بله پرېشاني راغله، بعضې وخت هم داسې کېږي چې اِنسان پۀ پرېشانو کښې راګېر شي، د دې پرېشانو نه د وتو ډېر کوشش کولے شي، اِنسان ښپې لاس وهي خو د دې نه هډو وتلے نۀ شي، چا وئيلي وو:
اِکْ اور دریا کا سامنا تھا منیرؔ مجھ کو
میں ایک دریا کے پار اُترا تو میں نے دیکھا
وضاحت: يعنې يوه پرېشاني ختمه شوه، لا مې د سکون ساه اخستله چې مخې ته يوه بله پرېشانه ولاړه وه۔
داسې ولې کېږي؟ مونږ د حېرانتيا د دې مېدان (يعنې د پرېشانو) نه ولې نۀ شو وتلے؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami