Share this link via
Personality Websites!
479859
9537
بيا د الله پاک کرم ته وګورئ! بني اِسرائيلو جُرم اوکړو، د الله پاک او د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سپکاوے يـې اوکړو، هغوئي د دې جُرم پۀ سزا کښې قېد کړے شول، پۀ دې قېد کښې پۀ هغوئي باندې څۀ څۀ عطاګانې وشوې؟ واورئ! الله پاک فرمائي:
وَ ظَلَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْغَمَامَ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او مونږه ستاسو د پاسه وريځ سورے کړه۔ (پارہ: 1، سورۀ بقره: 57)
پراخه مېدان وو، سورے نۀ وو، نمر به نېغ پۀ هغوئي لګېدو، ځکه پۀ هغوئي باندې د وريځو سورے اوکړے شو۔
وَ اَنْزَلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَ السَّلْوٰىؕ-
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ تاسو مو مَن وَ سَلویٰ نازل کړل۔ (پارہ: 1، سورۀ بقره: 57)
دلته د خوراک اِنتظام نۀ وو، دوئي د پاره د اسمان نه خوراک نازل کړے شو۔ خوراک هم څۀ وو؟ مَن و سَلوٰی۔ مَنّ چې کوم دے دا د تُرَنجَبِين (يو قِسم له د قُدرتي خوږو) پۀ شان وو کوم چې به د سحر کېدو نه د نمر راختو پورې د پرخې پۀ شان راورېدل، د هر يو کَس برخه به تقريباً 4 کلو راتلله۔ سَلوٰی چې کومه ده دا يو قِسم له وړه مرغۍ وه، (کومه چې به وريته کړے شوې دوئي له راتلله) او دوئي به خوړله۔
د دې سره سره نور کرم څۀ وشو؟ الله پاک د اسمان نه يوه نُوراني ستن نازله کړه، کومې چې به د شپې د دوئي د پاره رڼا کوله، پۀ هٰغه 40 کاله موده کښې نۀ د دوئي جامې خيرنې شوې او نۀ زړې شوې، ويښته او نوکان يـې نۀ وو غټ شوي، کوم ماشوم چې به پېدا کېدو نو جامې اغوستے شوے به پېدا کېدلو او د عمر سره سره به چې څنګه څنګه لوئېدلو نو جامې به ورسره هم لوئېدلې۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami