Share this link via
Personality Websites!
479858
9537
بيا چې کله بني اِسرائيل د فرعون نه ازاد شول، هٰغه وخت پۀ ارض مقدس باندې د عمالقه قام قبضه وه۔ نو بني اِسرائيلو ته حُکم وشو چې د عمالقه قام سره جنګ اوکړي او شام او ارضِ مقدس ازاد کړي! د دې حُکم پۀ مېلاؤېدو د بني اِسرائيلو يو لوئي لښکر د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ مشرۍ کښې د شام طرف ته روان شو۔ مسئله دا وه چې دا خلق د زړۀ نه د دې کار د پاره رضا نۀ وو، بے زړۀ روان شول۔ ([1])
د مِصر او شام ترمينځه يو مېدان دے، کوم ته چې مېدانِ تِيَه وئيلے کېږي، صرف 6 فرسخ (تقريباً 27 کلوميټره) مېدان دے، کله چې دا خلق دلته راورسېدل نو دوئي خبر شول چې عمالقه قام خو ډېر طاقتور قام دے، نو دوئي ضد شروع کړو او وه يـې وئيل: اے موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ! مونږ خو د عمالقه قام سره جنګ نۀ کوو۔
فَاذْهَبْ اَنْتَ وَ رَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ(۲۴)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو تۀ او ستا رب دواړه لاړ شئ او وجنګېږئ، مونږ خو هم دلته ناست يو۔ (پارہ:6، سورۀ المائدة:24)
الله! الله! څومره د بے ادبۍ خبره ده، څومره پۀ بے باکۍ سره هغوئي دا ووئيل۔۔۔! کله چې هغوئي دا بے ادبي اوکړه نو هغوئي له سزا ورکړے شوه، هٰغه سزا څۀ وه؟ هغوئي پۀ دغه مېدانِ تِيَه کښې قېد کړے شول۔
صرف 27 کلوميټره مېدان وو، دوئي به سحر د واپس تللو د پاره روان شول، د ماښامه پورې به يـې سفر اوکړو، معلومه به شوه چې د کوم ځائے نه روان شوي وو، واپس هم هٰغه ځائے ته راغلل، داسې هغوئي د دې مېدان نه د وتو ډېر کوششونه اوکړل خو د دې مېدان نه بهر وه نۀ وتل، هلته حېران او پرېشانه ګرځېدل، د 40 کالو پورې دا خلق هم دغلته قېد وو۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami