Share this link via
Personality Websites!
479857
9537
قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):
وَ ظَلَّلْنَا عَلَیْكُمُ الْغَمَامَ وَ اَنْزَلْنَا عَلَیْكُمُ الْمَنَّ وَ السَّلْوٰىؕ-كُلُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا رَزَقْنٰكُمْؕ-وَ مَا ظَلَمُوْنَا وَ لٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ(۵۷) (پارہ: 1، سورۀ بقره: 57)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او مونږه ستاسو د پاسه وريځ سورے کړه او پۀ تاسو مو مَن وَ سَلویٰ نازل کړل (چې) زمونږه درکړے شوي پاکيزه څيزونه وخورئ، او هغوئي زمونږه هيڅ نقصان اونکړو بلکې پۀ خپلو ځانونو يـې ظُلم کولو۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د وړومبۍ سيپارې، د سورۀ بقره د آيت: 57 د اورېدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت مبارک کښې يوه حېرانوونکې او د سبق نه ډکه واقعه بيان کړے شوې ده، راځئ چې وړومبے هٰغه واقعه واورو، بيا به د آيت وضاحت او د هغې نه مېلاؤېدونکي سبقونه زده کوو۔
واقعه داسې ده چې کله فرعون غرق شو، پۀ مِصر باندې بني اِسرائيل غالِب شول، بيا دوئي پۀ ازادۍ سره دلته اوسېدل شروع کړل۔
دا خبره ياده ساتئ چې د بني اِسرائيلو کوم اصلي ملک وو، هغه شام او ارضِ مُقَدَّس (يعنې اوس چې چرته فلسطين او بيت المُقدس دے، دا) وو۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هجرت کړے وو او دلته يـې تشريف راوړے وو، حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام هم د دې سيمې پۀ يوه علاقه کِنعَان کښې اوسېدلو، د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام پۀ زمانه مبارکه کښې بني اِسرائيل مِصر ته راغلل۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami