Share this link via
Personality Websites!
479870
9537
تَوَکُّل کوونکي به پۀ ارام کښې وي
تابِعي بزرګ، حضرت ابو فَروه جَزري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: يو کَس ما ته پۀ خوب کښې ووئيل: آيا تا ته معلومه نۀ ده چې هُم تَوَکُّل کوونکي به پۀ ارام کښې وي، ما عرض اوکړو: الله کريم دې پۀ تاسو باندې رحم اوکړي، د کوم څيز سره به پۀ ارام کښې وي؟ وه يـې فرمائيل: د دُنيا د غمونو او د حساب د سختۍ نه۔ پۀ الله پاک مې دې قَسَم وي! د هٰغه خوب نه پس چرې هم زۀ زر يا پۀ ناوخته کېدلو د رزق پۀ مېلاؤېدو باندې غمژن شوے نۀ يم ځکه چې څوک تَوَکُّل خپل کړي نو الله پاک د هغه مُرادونه پوره کوي، د رزق سره سره خېرونه هم د هغه طرف ته راځي۔ ([1])
الله پاک دې زمونږه د تَوَکُّل دولت نصيب کړي، دا چې مونږ کوم د خپل مستقبل پۀ فِکر کښې پرېشانه اوسو، د سبا رزق به د کوم ځائے نه راځي؟ بوډا والے به څنګه تېرېږي؟ د بچو به څۀ کېږي؟ وغېره۔ د دې خبرو د مخکښې نه منصوبه جوړول بېله خبره ده خو پۀ دې خبرو پرېشانه کېدل، د نـمونځ، روژې فِکر کولو پۀ ځائے صرف او صرف هم د دې خبرو پۀ ذِکر کښې اخته کېدل، دا ښه خبره نۀ ده۔ مونږ له پکار دي چې د الله پاک پۀ رحمتونو باندې يقين اوکړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا به هم ښه شي او اخرت به هم ښه شي۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْـحَمْـدُ لـِلّٰـه! دعوتِ اسلامي د جديد ټېکنالوجۍ پۀ ذريعه هم پۀ مختلف انداز کښې د نېکۍ د دعوت پۀ عام کولو کښې مصروف دے، دې لړ کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami