Share this link via
Personality Websites!
479869
9537
چې ډېر خوشحاله او مطمئين پۀ نظر راتللو۔ هغه د خليفه هارون رشيد پۀ خِدمت کښې پېش کړے شو۔ خليفه د هغه نه د خوشحالۍ او د اِطمينان د وجې پوښتنه اوکړه نو وه يـې وئيل: زما د آقا سره ډېر زيات غنم موجود دي او زما پۀ خپل آقا باندې يقين دے چې هغه به پۀ ما د دې نه خوراک کوي، ځکه زما سره د قات فِکر نشته۔ د غلام دا خبره چې يـې واورېدله نو خليفه ووئيل: چې دا غلام د خپل ځان پۀ شان پۀ اِنسان باندې يقين کوي او مطمئين دے نو بيا مونږ د دې خبرې ډېر حقدار يو چې پۀ الله پاک باندې تَوَکُّل اوکړو۔ ([1])
د مدينے سُلطان، رحمت عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: د اِنساني زړۀ پۀ هر ځنګل کښې يو ښاخ دے نو څوک چې خپل زړۀ پۀ دې ټولو ښاخونو پسې ولګوي،نو الله پاک به پروا نۀ کوي چې پۀ کوم ځنګل کښې هغه هلاک کړي او څوک چې پۀ الله کريم باندې تَوَکُّل اوکړي هغه به هغه د دَرو نه بچ کوي۔ ([2])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: د اِنسان يو زړۀ دے خو دۀ د پاره فکرونه غمونه ډېر دي * ډوډۍ * جامې * کور * د بيمارو عِلاج * پۀ خپل مينځ کښې مخفلونه وغېره وغېره د فِکرونو او غمونو ځنګلونه دي، پۀ کومو کښې چې د هر يو تعلق د اِنسان د زړۀ سره دے۔ نور فرمائي: پۀ تَوَکُّل کوونکي مؤمِن باندې به پرېشانۍ او غمونه وړومبے خو راځي نۀ، که چرې راشي نو د اوبو پۀ شان به وبهېږې، که چرې څۀ پاتې هم شي نو زړۀ د هغې نه اثر نۀ اخلي، زړۀ د الله پاک پۀ ياد کښې ورک وي۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami