Share this link via
Personality Websites!
479556
9523
اَللہُ اَکْبَر! معلومه شوه چې جګړ مار کېدل د غېر مسلمو صفت هم دے او د منافقانو طريقه هم ده۔
د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت عائِشه صِدِّيقه طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے، د نبيانو سلطان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
اِنَّ اَبْغَضَ الرِّجَالِ اِلَى اللهِ الْاَلَدُّ الخَصِمُ
ترجمه: بے شکه د الله پاک پۀ نزد د ټولو نه ناخوښه کَس هغه دے کوم چې ډېر جګړ مار وي۔ ([1])
الله پاک دې معافي اوکړي، مونږ دې د داسې جوړېدو نه هم بچ کړي او څوک چې داسې دي، د هغوئي د شر نه دې مو هم بچ کړي۔ دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت زمونږ د پاره دَرس دے که هر څۀ وشي، مونږ له پۀ خپل طبيعت کښې * د روغې * جوړې * د جګړې ختمولو وغېره شاملول پکار دي۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! عقل مند کېدل ډېره د فضيلت خبره ده۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي:
اَفْلَحَ مَنْ جَعَلَ اللَّهُ لَهٗ عَقْلًا
[1]...بخاری، کتاب فی المظالم والغضب، باب قول اللہ تعالیٰ :وَهُوَ اَلَدُّ الْخِصَامِ ، صفحہ:633، حدیث:2457۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami