Share this link via
Personality Websites!
479555
9523
افسوس چې اوس دلته کوم حالات روان دي جوړېږي، زۀ د ټولو خبره نۀ کووم، البته! زمونږه پۀ معاشره کښې داسې خلق دي چې پۀ ظاهره ډېر عقل مند پۀ نظر راځي، د کور، د خاندان مشران هم دي، ډېر عمر يـې تېر کړے دے، تجربه يـې هم شوې ده، د دې باوجود جګړ مار طبيعت والا وي * پۀ وړه وړه خبره مرورېږي * ښه ښکلے ماحول هيڅ بے هيڅه د جګړې والا جوړ کړي * عِلمِ دِين يـې نۀ وي حاصل کړے، ځکه پۀ ظاهره د عقل مند نظر راتللو باوجود پکښې پوهه نۀ وي * چغليانې به کوي * غېبتونه به کوي * د نورو خلاف به غوږونه ډکوي او پۀ څۀ نا څۀ حرکت کولو به، يا به د کم عقل توب نه کار اخلي او جګړه به جوړوي يا شروع کړے شوې جګړه به زياتوي۔ دا ډېر غلط حرکت دے۔
ياد ساتئ چې جګړ مار طبيعت والا اِنسان خراب او بد ترين کَس ګرځولے شوے دے۔ پۀ قرآنِ کريم کښې د منافقانو صفت بيان شو:
وَ هُوَ اَلَدُّ الْخِصَامِ(۲۰۴) (پارہ:2، سورۂ بَقَرہ:204)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هغه د ټولو نه زيات جګړه کوونکے دے۔
معلومه شوه چې جګړ مار طبيعت کېدل د منافق نخښه ده۔ دغه شان پۀ يو ځائے کښې د غېر مسلمو پۀ باره کښې فرمائي:
بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ(۵۸) (پارہ:25، سورۂ زُخْرُف:58)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بلکې هغوئي جګړه کوونکي خلق دي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami