Share this link via
Personality Websites!
479554
9523
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اندازه ولګوئ چې څومره د کمال حکمت عملي ده، څومره د کمال هوښيارتيا ده، جګړه هم ختمه شوه، ټول سرداران هم رضا شول او ورسره ورسره کعبې شريفې او حَجرِ اَسوَد ته د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مقدسو لاسونو برکتونه هم نصيب شول۔
کوئی کیا جانے کہ کیا ہو عقلِ عالَم سے وَرَاء ہو
سب کی ہے تم تک رسائی بارگہ تک تم رَسَا ہو([1])
بدخُلْق جو تھے وہ نیک ہوئے، لڑتے تھے ہمیشہ جو ایک ہوئے
تُو نے جھگڑے سارے مَیْٹ دئیے، تیری فَہْم و ذکا کا کیا کہنا!
عقل مند هغه دے کوم چې جګړې ختمې کړي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت پۀ دې مبارکه واقعه باندې د دې اړخ نه هم لږ غور اوکړئ چې زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه زيات عقل مند دے او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کمال عقل مندۍ او هوښيارتيا اظهار اوکړو او څۀ يـې اوکړل۔۔۔؟ جګړه يـې ختمه کړه۔ راويستلے شوې تورې بېرته پۀ تېګو کښې دننه شوې، هٰغه خلق کوم چې د يو بل مرګ ژوبلې ته تيار ناست وو، پۀ سکون او پۀ ارام شول۔ معلومه شوه چې د عقل مندۍ دا نخښه ده چې عقل مند اِنسان جګړې نۀ کوي بلکې جګړې ختموي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami