Share this link via
Personality Websites!
479553
9523
ہٰذَا الْاَمِیْنُ قَدْ رَضِیْنَا بِمَا قَضٰى بَيْنَنَا
ترجمه: دا خو مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) دے، دے امين دے،
مونږ د دۀ پۀ فېصله باندې راضي يو۔
نو ټولو د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې عرض اوکړو چې زمونږ د جګړې فېصله تاسو اوکړئ! بيا زمونږ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کمال عقل مندۍ او بے مثاله هوښيارتوب ته وګورئ! رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د هرې قبيلې نه يو يو سردار وټاکئ۔۔۔!! نو يو يو سردار وټاکلے شو۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل څادر مبارک وغوړولو، حَجرِ اَسوَد ته يـې د څادر مبارک د ښکلولو موقع عطا کړله (يعنې حَجرِ اَسوَد د څادر مبارک د پاسه کېښودلے شو)۔ بيا يـې ټولو سردارانو ته وفرمائيل: ټول پۀ شريکه د څادر ګوټونه ونيسئ او کاڼے اوچت کړئ! ټولو د څادر مبارک پۀ ذريعه حَجرِ اَسوَد اوچت کړو او هٰغه ځائے ته يـې يوړلو چرته چې حَجرِ اَسوَد لګول وو، د دې پورې چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو لاسونو مبارکو باندې حَجرِ اَسوَد شريف اوچت کړو او د کعبې شريفې پۀ دېوال کښې يـې ولګولو۔ ([1])
د دې بے مثاله حِکمت عملۍ پۀ ذريعه د عربو يو داسې جنګ ختم شو، د کوم پۀ وجه چې به پته نۀ لګي چې د څومره خلقو وينې توئېدلې او څومره ماشومان به يتيمانان کېدل۔
[1]...طبقات ابن سعد، ذکر حضور رسول اللہ صلَّی اللہُ علیہِ وَ آلِہٖ وَسلَّم...الخ، جلد:1، صفحہ:116و 117 ملتقطاً ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami