Share this link via
Personality Websites!
479551
9523
حضرت وهب بن مُنبِّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما پۀ ( مخکښينو اسماني کتابونو او صحيفو کښې) پۀ 71 کتابونو او صحيفو کښې دا خبره لوستلې ده ( د کومې خلاصه چې ده): که چرې عقل يوه لويه صحرا وګڼلے شي نو پۀ دغه صحرا کښې يوه وړه شان ذره ټولې دُنيا ته عطا کړے شوې ده، باقي ټول عقل رسولِ ذِيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے شوے دے۔ ([1])
عقلِ عالَم کی رسائی اُن کے رُتبے تک مُحال ہاں! خُدا سے پوچھیے! شانِ حبیبِ کبریا([2])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عقل مندۍ واقعه
راځئ چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کمال هوښيارتيا او د عقل مندۍ يوه واقعه واورو۔ ډېره مشهوره واقعه ده، تاسو به مخکښې هم اورېدلې وي:
د نبوت د اِعلان نه مخکښې خبره ده، هٰغه وخت د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمر مبارک تقريباً 35 کاله وو۔ يو ځل د زور دار سيلابي باران پۀ وجه د کعبې شريفې ودانۍ ته سخت نقصان ورسېدو، نو د مکے والؤ د ودانۍ مبارکې د بيا جوړولو اِراده اوکړه۔ ټولو قبيلو پۀ دې ښه کار کښې ښه پوره برخه واخسته۔ محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله هم پۀ دې کښې شريک شو، پخپله به يـې پۀ مبارکو لاسونو باندې کاڼي راخستل
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami