Share this link via
Personality Websites!
479575
9523
پۀ اخره کښې يو روايت واورئ! حضرت وَهب بن مُنَبّہ رَضِیَ اللہُ عنه فرمائي: د عقل مند اِنسان پۀ روټين کښې 4 وختونه پکار دي: (1): هٰغه وخت پۀ کوم کښې چې هغه د الله پاک سره مناجات کوي (2): هٰغه وخت کله چې هغه خپل جاج اخلي (3): هٰغه وخت کله چې هغه د عِلم والؤ پۀ خِدمت کښې حاضرېږي او د دِين او د دُنيا پۀ باره کښې زده کوي (4): هٰغه وخت کله چې هغه د حلالو خوندونو نه فائده اخلي۔([1])
دا ډېرې ښکلې خبرې دي۔ پۀ خپل امروزه ژوند کښې دا څلور وختونه لازمي وساتئ! * يو د تنهايۍ وخت چې کله تاسو د خپل رَبّ پۀ حضور کښې حاضرېږئ * يو خاص وخت کله چې تاسو خپله جائزه اخلئ * هٰغه خاص وخت کله چې تاسو عِلمِ دِين زده کوئ، پۀ ښه صحبت کښې کښېنئ او * يو وخت صرف او صرف د ځان د پاره ساتئ، چې تاسو پکښې د حلالو څيزونو نه فائده اخلئ۔ د دې څلورو وختونو نه پس چې کوم وخت پاتې شي، هغه پۀ خپلو نورو جائزو معاملو کښې ولګوئ۔ الله پاک دې مونږ له پۀ دې ترتيب سره د خپل روټين ټيک کولو توفيق راکړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
د دعوتِ اِسلامي د يوې شعبې تعارف: نيک اَعمال
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د اُمت د خېر ښېګړې او د نېکو ترغيب ورکوونکے دِيني تنظيم دے، دعوتِ اِسلامي د مختلفو شعبو پۀ ذريعه د اُمت د خېر ښېګړې کارونه کوي،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami