Share this link via
Personality Websites!
479574
9523
عنهما فرمائي: (د الله پاک پۀ مخلوقاتو کښې )يو ساعت غور و فکر کول د ټولې شپې(نفلې)عبادت نه بهتر دے. ([1])
د حضرت لُقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عادت مبارک وو چې پۀ تنهايۍ کښې به يـې ډېر وخت تېرولو، يو ځل يو کَس د هغوئي پۀ خوا باندې تېرېدلو نو پوښتنه يـې ترې اوکړه: اے لقمانه! تۀ د دومره وخته پورې يواځې ناست يـې که د خلقو سره کښېنې نو لږ زړۀ به دې ولګي۔ لقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: د ډېر وخته پورې د يواځې کېناستو سره پوهه پېدا کېږي او اوږد فِکر د جَنَّت د لارې راهنمائي کوي۔([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم د غور او فِکر عادت جوړول پکار دي۔ غور او فِکر هم باقاعده يو فَن دے، دا زده کول غواړي، هر کس غور او فِکر نۀ شي کولے۔ احياء العلوم د اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډېر ښکلے کتاب دے، د دې پۀ پينځم جلد کښې د غور او فِکر يو پوره باب دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د احياء العلوم اُردو ترجمه مکـتبة الـمدينه چاپ کړې ده، د پينځم جلد نه د غور او فِکر باب ولولئ! د هغې نه به درته د غور او فِکر آداب، د هغې طريقې او د هغې احتياطونه د زدکړئ دپاره ميلاؤ شي۔ مونږه له دا فن زده کول پکار دي او د خپلې زندګۍ حصه يې جوړول پکار دي۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami