Share this link via
Personality Websites!
479568
9523
اَمَا اِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ، وَسَيَعُوْدُ
يعنې ابو هريره! هغه دروغ ووئيل۔۔۔!! هغه به بيا راځي۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره د کمال عِلم دے: * دا ورته هم معلومه ده چې د شپې غل راغلے وو * دا ورته هم معلومه ده چې هغه څوک وو * حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغه سره خبرې کولې، د هغه پۀ دروغو باندې پوهه نۀ شو، خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپل کور مبارک کښې وو، هغوئي ليدلے هم نۀ وو، خبرې يـې ورسره هم نۀ وې کړې، د مخ تاثرات يـې هم نۀ وې ليدلې، بيا هم ورته معلومه ده چې هغه دروغ ووئيل، دا د ماضي [تېر وخت] عِلم وو * هغه به بيا هم راځي، دا ورته هم معلومه ده، دا د مستقبل عِلم دے۔
جو ہو چکا ہے جو ہوگا حُضور جانتے ہیں تیری عَطا سے خُدایا حُضور جانتے ہیں
خُدا کو دیکھا نہیں اور ایک مان لیا کہ جانتے تھے صحابہ حُضور جانتے ہیں
خېر! حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: پۀ بله شپه بيا هٰغه غل راغلو، بيا هغه غله اوچته کړه، ما هغه ونيولو۔ نن بيا هغه منتونه شروع کړل، زما پرې بيا ترس راغلو۔ چې سحر شو نو محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل:
يَا اَبَا هُرَيْرَةَ، مَا فَعَلَ اَسِيرُكَ
يعنې اے ابو هريره! ستا د قيدي څۀ وشول۔۔۔؟ عرض مې اوکړو: حُضُور! پۀ دې ځل پرې هم زما ترس راغلو، ما پرېښودو۔ وه يـې فرمائيل:
اَمَا اِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ، وَسَيَعُوْدُ
يعنې هغه دروغ ووئيل، هغه به بيا راځي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami