Share this link via
Personality Websites!
479550
9523
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ټولې دُنيا مخلوق پۀ کومو کښې چې * پيريان هم شامل دي * اِنسانان هم شامل دي * او فرښتے هم شاملې دي بلکې د فرښتو سردار حضرت جبرائيل امين عَلَیْهِ السَّلَام هم شامل دے، پۀ دې ټولو مخلوقاتو کښې د ټولو نه زيات، د ټولو نه کامِل او اکمل عقل خوږ آقا و مولیٰ، مکي مدني مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے شوے دے۔
د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښکلو پاکو نومونو کښې يو نوم مبارک دے: اَرْجَحُ النَّاسِ عَقْلاً يعنې پۀ خلقو کښې د ټولو نه زيات عقل لرونکے۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami