Share this link via
Personality Websites!
479567
9523
ستا پۀ شان اِنسان به اوس ما پوهه کوي۔۔۔؟
پۀ داسې قِسمه خبرو کولو مونږ د حق خبرې نه لرې کېږو۔ دا اُصول پۀ ذِهن کښې کښېنوئ! کومه خبره چې حق ده، پۀ هغې پسې مونږ له تلل پکار دي۔
پۀ بُخاري شريف کښې حديثِ پاک دے، حضرت اَبُو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت وه، سرسايه[صدقه فطر] راجمع شوے وو، د غلې يو پوره ډېرے جوړ شوےوو، رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما ذمه واري ولګوله چې اے ابو هريره! د دې غلې د ډيري حفاظت به تۀ کوې۔
فرمائي: شپه شوه، ما د غلې حفاظت کولو، پۀ دې کښې يو کَس راغلو، هغه د غلې نه څۀ څيزونه اوچت کړل، څنګه چې هغه اوچتول، ما هغه راونيولو، بيا هغه پۀ عاجزۍ سره منت زاري شروع کړل، وه يـې وئيل:
اِنِّي مُحْتَاجٌ، وَعَلَيَّ عِيَالٌ وَّلِيْ حَاجَةٌ شَدِيدَةٌ
ترجمه: اے ابو هريره! زۀ محتاجه يم، زما بچي دي، ما ته د دې غلې ډېر حاجت دے۔
فرمائي: زما پرې ترس راغلو او ما هغه پرېښودو۔ چي سحر شو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل:
يَا اَبَا هُرَيْرَةَ، مَا فَعَلَ اَسِيْرُكَ البَارِحَةَ
يعنې اے ابو هريره! د شپې ستا د قيدي څۀ وشول۔۔۔؟ عرض مې اوکړو: حُضُور! هغه ډېر منتونه اوکړل، زما پرې ترس راغلو۔ وه يـې فرمائيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami