Share this link via
Personality Websites!
479566
9523
ته پۀ سبق باندي د توجه کولو وائي، د فضولياتو نه د بچ کېدو، پۀ وخت باندې د ارام کولو، پۀ وخت باندې د راپاڅېدو، پۀ وخت باندې د لوستلو، پۀ وخت باندې سکول ته د راتللو نصيحت کوي۔ بيا پۀ دې دواړو کښې * يو طالبِ عِلم د اُستاذ نصيحت مني، خپلو سبقونو ته توجه کوي، د فضولياتو نه ځان ساتي، پۀ لوبو ټوقو او د خرابو دوستانو پۀ صحبت کښې خپل وخت نۀ ضائع کوي * دوېم طالبِ عِلم نصيحت نۀ قبلوي، سبقونو ته هم خيال نۀ کوي، وخت هم ضائع کوي، پۀ فضولياتو کښې اخته وي۔ ووايئ چې پۀ اخره کښې به کامياب څوک وي؟ يقيناً چې نصيحت قبلوونکے به پۀ اِمتحان کښې کاميابېږي۔ لهذا پۀ دې دواړو کښې عقل مند څوک دے؟ چا چې نصيحت قبول کړو، چا چې نصيحت وه نۀ منلو، هغه عقل مند نۀ دے بلکې بے وقوفه دے۔ معلومه شوه چې نصيحت قبلول د عقل مندو خلقو نخښه ده۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې د عقل مند جوړېدو د پاره نصيحت قبول کړو۔ که خبره حق وي نو مونږ له منل پکار دي۔
دلته داسې ماحول هم پۀ معاشره کښې عام موندلے کيږي چې خلق د نورو عمر ته پۀ کتلو، ظاهري شکل ته پۀ کتلو، د اسټيټس (Status) پۀ ليدو نصيحت قبلوي * که کشر مونږ پوهه کوي نو مونږ منلو ته نۀ تيارېږو بلکې وايو: پرونے ماشوم به اوس ما پوهه کوي۔۔۔؟ * که د ساده شان جامو والا مونږه پوهه کوي نو پۀ خبره باندې نۀ پوهېږو، د بل اړخ نه جواب مېلاؤېږي: خپل حالت ته خو وګوره! اسټيټس [يعنې حېثيت] ته خو وګوره!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami