Share this link via
Personality Websites!
479565
9523
بهر حال! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام والا روايت نه معلومه شوه چې د عقل مند اِنسان دوه نخښې دي: (1): عقل مند بندہ دِیندار هم وي (2): او د ښو اخلاقو نمونه هم وي۔
د عقل فضيلتونه خو مخکښې مونږه اورېدلې دي۔ لهذا د عقل مند جوړېدو د پاره پکار دي چې مونږه دِينداره هم جوړ شو، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري هم اوکړو او ورسره ورسره ښه اخلاق هم اِختيار کړو۔ الله پاک دې مونږ له پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
راځئ چې د قرآنِ کريم پۀ رڼا کښې د عقل مند اِنسان يو څو نورې نخښې واورو:
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ مَا یَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الْاَلْبَابِ(۲۶۹) (پارہ:3، سورۂ بَقَرہ:269)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هُم عقل لرونکي نصيحت مني۔
معلومه شوه چې عقل مند اِنسان نصيحت قبلوونکے وي۔ ([1])
واقعي چې رښتيا خبره ده، پۀ ساده شان مثال سره عرض کوم، فرض کړئ چې پۀ سکول يا مدرسه وغېره کښې دوه طالبِ عِلمان دي، اُستاذ دواړو ته نصيحت کوي، دواړو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami