Share this link via
Personality Websites!
479561
9523
عقل سره يو، چرته چې عقل وي، هلته به مونږ يو۔ بس د عقل د خوښولو پۀ وجه درې واړه څيزونه (1): دِین (2):عقل او (3): ښه اَخلاق حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام له راغلل۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې چرته عقل وي، هلته دِين هم لازمي وي، چرته چې عقل وي، هلته به ښه اخلاق هم لازمي وي۔ چرته چې دِين نۀ وي بلکې د دِين نه بېزاري وي نو پوهه شئ چې هلته عقل هم موجود نۀ دے۔
* تاسو وګورئ چې ابو جهل بد بخته وو، هغه پۀ خپلو سترګو باندې سپوږمۍ دوه ټوټې کېدل هم وليدل، ونې يـې هم پۀ ګرځېدو وليدلې، کاڼي يـې هم پۀ کلمه لوستلو وليدل، پۀ خپلو سترګو باندې يـې ډېرې معجزې وليدلې خو صِرف د حَسَد او د سوزېدو پۀ وجه يـې اِيمان قبول نۀ کړو۔ فرق ته وګورئ: که چرې هغۀ کلمه وئيلے وے نو نن به مونږ ټولو د هغه نوم پۀ اَدب سره اخستو، که چرې هغۀ کلمه وئيلے وے نو د هغه د نوم سره به هم د دُعا الفاظ لګېدل، که چرې هغۀ کلمه وئيلے وے نو لکه څنګه چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سردارانو سردار شو، دے به هم شوے وے خو هغۀ څومره بے وقوفي اوکړه، پۀ خپل ځان کښې دننه يـې حَسَد او سوزېدل سمبال نۀ کړے شو، ذليله شو، رسوا شو، مړ شو او د دوزخ حقدار شو۔ هغه پۀ کلمه نۀ وئيلو سره عقل مندي اوکړه او که بے وقوفي يـې اوکړه۔۔۔؟ يقيناً چې هغه بے وقوفي اوکړه، ډېر واضحه څيزونه يـې پۀ سترګو باندې وليدل او پۀ غوږنو باندې يـې واورېدل خو بيا پرې هم پوهه نۀ شو * يو صحابي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami