Share this link via
Personality Websites!
479559
9523
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره واضحه حديث شريف دے، معلومه شوه چې اِنسان کوم چې اَشرَفُ المَخلوقات (يعنې د ټولو نه بهتر مخلوق) دے، د هغه سره د اصلي فضيلتونو معيار د هغه عقل دے * هم عقل د عزت والا * هم عقل بهتر * هم عقل د فضيلت والا * هم عقل د حُسن او جمال ذريعه ده * اِنسان ته چې څۀ مېلاؤېږي، هغه هم د عقل پۀ ذريعه مېلاؤېږي * عزت هم د عقل پۀ وجه مېلاؤېږي * اوچتې مرتبې هم د عقل پۀ ذريعه مېلاؤېږي او د قيامت پۀ ورځ باندې به زيات اَجر هم د عقل پۀ ذريعه عطا کولے شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې عقل څومره اعلیٰ څيز دے۔۔۔!! کېدے شي چې پۀ ذِهن کښې سوال راځي چې داسې څنګه کېدے شي؟ * مونږ خو ليدلي دي چې پۀ عقل پسې تلونکے د دِين نه هم بېزاره کېږي * څوک چې هره خبره پۀ عقل باندې تلي، هغه خو د عشق او محبت، اِيمان او يقين او اطاعت او فرمانبردارۍ نه هم ووځي * هم عقل پرست خلق دي کوم چې مَعَاذَ الله! د الله پاک د وجود نه هم اِنکار کوي * هم عقل پرست خلق دي کوم چې د نـمونځ پۀ اهميت باندې نۀ پوهېږي * هم عقل پرست خلق دي کوم چې مَعَاذَ الله! پۀ قرآن او حديث باندې ګډ وډ تنقيدونه کوي * هم عقل پرست خلق دي کوم چې معجزې پۀ عقل باندې تلي او د هغې نه اِنکار کوي۔ نو دا څنګه کېدے شي چې عقل دومره د فضيلت والا دے۔۔۔؟ د فضيلت معيار خو اِيمان دے، د فضيلت معيار خو دِين دے، تقویٰ ده۔
دا سوال کېدے شي ذهنونو ته راځي۔ جواب واورئ! پۀ اصل کښې چې عقل دے کنه،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami