Share this link via
Personality Websites!
479558
9523
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې يو کَس کوم چې عقل مند دے، بل هغه کوم چې عقل مند نۀ دے، يعنې کم عقل دے * دواړه نـمونځونه هم کوي * دواړه زکوٰة هم ورکوي * دواړه روژې هم نيسي * دواړه حجونه او عمرې هم ادا کوي خو د قيامت پۀ ورځ باندې به چې کوم ډېر عقل مند وي، هغه به د نېکو اَجر د خپلې عقل مندۍ پۀ وجه د ټولو نه زيات مومي او د کوم عقل چې کم وي، هغه ته به اَجر هم د بَل کَس پۀ نسبت سره کم مېلاؤېږي۔ معلومه شوه چې د قيامت پۀ ورځ باندې به د کم يا زيات اَجر تعلق د عقل مندۍ او بے عقلۍ سره وي۔
د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کله چې الله پاک عقل پېدا کړو نو * دې ته يـې حُکم اوکړو: قُم (اے عقله!) ودرېږه۔ عقل ودرېدو * بيا يـې وفرمائيل: اَدْبِرْ وروستو شه! عقل وروستو شو * وه يـې فرمائيل: اَقبِل راوړاندې شه۔۔۔! عقل راوړاندې شو * وه يـې فرمائيل: اُقعُد کښېنه۔ عقل کېناستو۔ بيا الله پاک وفرمائيل: اے عقله۔۔۔!! ما * ستا نه بهتر * ستا نه زيات د عزت والا * ستا نه د زيات فضيلت والا * ستا نه زيات د حُسن او جمال والا هيڅ څيز نۀ دے پېدا کړے، زۀ * به خلق راګېرووم نو ستا پۀ ذريعه * ورکړه به کووم نو ستا پۀ ذريعه * عزت به ورکووم نو ستا پۀ ذريعه * هم ستا پۀ ذريعه به زۀ پېژندلے کېږم * هم ستا پۀ ذريعه به ثواب ورکړے کېږي او هم ستا پۀ ذريعه به عذاب وي۔([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami