Share this link via
Personality Websites!
479302
9513
پۀ ځائے يـې پۀ خپلو سترګو د ليدلو خبره اوکړه، دا پۀ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام باندې بد اِعتمادي وه، د کومې چې هغوئي ته سزا مېلاؤ شوه، هٰغه وخت د اسمان نه تندر راپرېوتو او دا ټول مړه شول۔
معلومه شوه چې د نبي پۀ خُله باندې اِعتماد نۀ کول، ډېر لوئي جُرم دے، د کومې سزا چې ډېره سخته مېلاؤېږي۔
پۀ نبي باندې اِعتماد د اِيمان جان دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو۔ د مسلمان معنیٰ درته پته ده چې څۀ ده؟ د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان پۀ وړاندې سر ښکته کول۔ يعنې رښتونے پوخ مسلمان هغه وي، کوم چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان پۀ مقابله کښې د خپل زړۀ، دماغو، سترګو، غوږونو وغېره نۀ اوري بلکې څۀ چې وفرمائيلے شي، هغه د زړۀ د تَل نه پۀ پټو سترګو مني۔ او دا چې کوم اِعتماد دے، يعنې د نبي پۀ فرمان باندې پوخ يقين۔۔۔!! دا د اِيمان جان دے۔ څوک چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ اِرشاداتو باندې بغېر د ليدلو اِيمان راوړي، د هغوئي پۀ باره کښې الله پاک فرمائي:
الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْغَیْبِ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق چې بے ليدلو اِيمان راوړي۔(پارہ: 1، سورہ بقره: 3)
د دې آيت لاندې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ الله او پۀ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې اِعتماد د اِيمان حقيقت دے، د څيز پۀ ليدلو يا اورېدو باندې خو هر کَس مني خو هٰغه څيز کوم چې د هغه نۀ پټ وي او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami