Share this link via
Personality Websites!
479298
9513
پاک نبي، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هم دا غوښتنه کړې وه، کله چې کوهِ طُور ته حاضر شو نو عرض يـې اوکړو:
رَبِّ اَرِنِیْۤ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما ربه! ما ته خپله نظاره وښايه۔(پارہ:9، سورہ الاعراف:143)
الله پاک وفرمائيل:
لَنْ تَرٰىنِیْ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو تۀ به ما [پۀ دُنيا کښې] کله هم وه نۀ ليدلے شې۔
(پارہ:9، سورہ الاعراف:143)
معلومه شوه چې دا شوق چې زما د الله پاک ديدار نصيب شي، دا شوق ډېر ښه دے، پۀ حديثونو مبارکو کښې د دې فضيلت بيان شوے دے۔ محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ لِقَاءَ اللہِ اَحَبَّ اللہُ لِقَائَہٗ څوک چې د الله پاک سره ملاقات خوښوي، الله پاک د هغه سره ملاقات خوښوي۔ ([1])
پۀ يو حديثِ قُدسي کښې دي: الله پاک فرمائي: فَطَالَ شَوْقُهُمْ اِلَى لِقَائِيْ وَاِنِّي اِلَيْهِمْ لَاَشَدُّ شَوْقًا يعنې نېکان خلق زما سره د مېلاؤېدو ډېر شوق لري او زۀ د هغوئي د ملاقات د هغوئي نه زيات شوق لرم۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami