Share this link via
Personality Websites!
479297
9513
يعنې پۀ هٰغه 70 کسانو باندې د اسمان نه تندر راپرېوتو، پۀ لږ ساعت کښې دا 70 واړه پۀ نمبر نمبر مړه شول۔
بيا چې کله دا 70 کسان مړه شول نو د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ دوئي باندې رحم راغلو، هغوئي عرض اوکړو: اے الله پاکه! که دا 70 کسان دلته مړه شي نو زۀ به بني اِسرائيلو له څۀ جواب ورکووم؟ ځکه اے رحمان او رحيم ربه! رحم اوکړې، دوئي واپس راژوندي کړې۔ د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دا دُعا قبوله شوه۔ ([1]) الله پاک فرمائي:
ثُمَّ بَعَثْنٰكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ(۵۶)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا ستاسو د مرګ نه پس مونږه تاسو راژوندي کړئ چې تاسو شُکر ادا کړئ۔ (پارہ: 1، سورہ بقره: 56)
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د الله پاک د قُرب لرونکو، د محبوب بندګانو د دُعا پۀ برکت مړي هم راژوندي کېږي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا قُرآني واقعه کومه چې پۀ دې آيتونو کښې بيان شوه، د دې نه مونږ ته دوه اهمې خبرې د زدکړې د پاره مېلاؤېږي: (1): د دې 70 کسانو غوښته، هغه څۀ وه؟ پۀ مونږ باندې د الله پاک ديدار اوکړئ (2): دوېم دے: د دې غوښتنې انداز۔
د څو پورې چې خبره د هغوئي د غوښتنې ده نو دا پۀ شرعي توګه غلطه نۀ وه۔ پخپله د الله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami