Share this link via
Personality Websites!
479316
9513
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: آن لائن يا پۀ موبائل فون باندې نِکاح جائز نۀ ده۔
وضاحت: نن سبا دا مسئله ډېره عامه ده چې بعضې وخت د وادۀ هلک پۀ بل ملک کښې وي، ناوې پۀ يو بل ملک کښې وي، د کور والؤ دا ذِهن وي چې راځئ پۀ موبائل يا د انټر نېټ وغېره پۀ ذريعه د وېډيو کال پۀ اخستو نِکاح کوو۔ ياد ساتئ چې داسې نِکاح نۀ کېږي۔ د نِکاح صحيح کېدو د پاره شريعت ډېر شرطونه ايښودي دي۔ پۀ دې کښې يو شرط دا دے چې د وادۀ ځلمے او ناوې دواړه پۀ يو مجلس کښې وي۔ د موبائل وغېره پۀ ذريعه چې کومه نِکاح کېږي، پۀ هغې کښې د وادۀ ځلمے او ناوې پۀ يو مجلس کښې نۀ وي، ځکه داسې هډو نِکاح نۀ کېږي۔ ([1]) مسئله ډېره اهمه ده او د نِکاح او طلاق پۀ مسئلو کښې ډېرې باريکۍ هم وي، ځکه چې کله هم داسې موقع وي، داسې څۀ حالت جوړ شي چې د وادۀ ځلمے او ناوې پۀ يو ځائے کښې موجود نۀ وي، بيا هم د هغوئي نِکاح کول وي نو د دار الافتاء اهلِ سُنَّت سره رابطه اوکړئ او د دې د صحيح مسئلې پوښتنه اوکړئ نو بيا څۀ ګام پورته کړئ! بعضې وخت يوه معمولي شان غلطي د ټول عمر د پاره د ګناهونو دروازه کولاؤ کړي۔
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami