Share this link via
Personality Websites!
479295
9513
قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):
وَ اِذْ قُلْتُمْ یٰمُوْسٰى لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰى نَرَى اللّٰهَ جَهْرَةً فَاَخَذَتْكُمُ الصّٰعِقَةُ وَ اَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ(۵۵) ثُمَّ بَعَثْنٰكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ(۵۶)(سيپارو: 1، البقرة: 55_ 56)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ياد کړئ چې کله تاسو ووئيل: اے موسیٰ! مونږ به هيڅ کله پۀ تا يقين اونکړو تر څو پورې چې ښکاره خُدائے وه نۀ وينو نو تاسو [ناڅاپه] تندر ونيولئ او تاسو پخپله ليدل۔ بيا ستاسو د مرګ نه پس مونږه تاسو راژوندي کړئ چې تاسو شُکر ادا کړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
70 کسان مړه شول او بيا راژوندي شول
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک نبي، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د تورات شريف اخستو د پاره کوهِ طُور ته تشريف يوړلو، شا ته بني اِسرائيلو د سخي عبادت شروع کړو، هغوئي واپس تشريف راوړلو، پۀ هغوئي باندې يـې توبه وکړله، جُرم سخت وو، د توبې د تقاضې پوره کولو د پاره د بني اِسرائيلو 70 زره کسان ووژلے شول۔ د دې نه پس الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته وفرمائيل: د بني اِسرائيلو 70 کسان وټاکئ! هغوئي د ځان سره کړئ او کوهِ طُور ته تشريف راوړئ! دوئي دې د الله پاک پۀ حُضُور کښې معذرت[بخښنه] وغواړي۔
دا د الله پاک د طرف نه ډېر لوئي کرم وو چې دوئي وو مجرمان، د دې باوجود پۀ دوئي باندې عذاب نازل نۀ کړے شو بلکې دوئي ته د توبې توفيق عطا کړے شو، بيا د بخښنې غوښتلو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami